BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, مکرون: د امریکا او ایران د هوکړې پلي کېدل به اقتصادي بېثباتي پای ته ورسوي
په فرانسه کې د جي-۷ سرمشریزه کې د دغه هېواد ولسمشر ایمانوېل مکرون د خپلې وینا په یوه برخه کې د امریکا او ایران ترمنځ د تړون هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا به اقتصادي بېثباتي پای ته ورسوي. د همدې غونډې په څنډه کې بیا د امریکا ولسمشر ګواښ کړی چې له ایران سره هوکړه لا نه ده "وروستۍ شوې" او که د تړون له پلي کېدو سرغړونه وکړي نو ښايي بیا بمبار پرې پیل کړي. بلخوا د سمندري چلند وېبپاڼو د معلوماتو له مخې، درې ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ په تېرو دوو میاشتو کې لومړی ځل نن د امریکا له سمندري کلابندۍ تېرې شوې دي. په همدې حال کې د لبنان دولتي رسنۍ وايي چې د اسرائیل پوځ نن چهارشنبه یو ځل بیا د لبنان په جنوب کې پر ځينو سیمو بریدونه کړي دي.
د طالبانو د حکومت د اپلیکېشنونه کارونه او خوندیتوب
د طالبانو د حکومت بېلابېلو ادارو په دې وروستیو کې د معلوماتو او چوپړونو لپاره د ځیرکو ټیلفونونو یو شمېر اپلیکېشنونه معرفي او خلکو ته یې د کارولو سپارښتنه کړې. له دې اپلیکېشنونو یو یې "ملي کلیزه" دی چې د نېټو او ورځ د معلومولو ترڅنګ، په دې اپلیکېشن کې پر نړیوالو ځواکونو او د پخواني حکومت پر سرتېرو د طالبانو د بریدونو نېټې او پېښې راټولې شوې، چې یو شمیر معلومات یې کره نه دي.
ایران څنګه له امریکا سره خپل تفاهم یوه بریا ګڼي؟
ایراني مشرتابه هڅه کوي چې له متحده ایالاتو سره د تفاهم یادښت د شاتګ په توګه نه، بلکې د مقاومت او بریا د پایلې په توګه وړاندې کړي، خو دا دریځ په اسانۍ خلکو ته د منلو وړ نه ښکاري. هېواد تازه له یوې داسې جګړې راوتلی چې د پام وړ زیانونه یې ور اړولي دي، اقتصاد یې له سختو فشارونو سره مخامخ دی او د اسلامي جمهوریت د ملاتړو ځینې برخې له میاشتو راهیسې له واشنګټن سره د هر ډول جوړجاړي یا امتیاز ورکولو مخالفت کوي.
کرېکټ:هندوستان افغانستان ته د ۱۷۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د هند له ملي لوبډلې سره په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې د ۱۷۰ منډو په توپیر لوبه وبایلله. افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۳۲ منډې جوړې. د افغان لوبغاړو ترمنځ په توپ وهنه کې رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې وکړې.
د فوټبال نړيوال جام کې ارجنټاين الجزاير، ناروې عراق او فرانسې سېنېګال ته ماته ورکړه
د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په نويو ګروپي سیالیو کې د فرانسې لوبډلې سېنېګال ته ۳-۱، ناروې عراق ته ۴-۱ او ارجنټاين الجزاير ته ۳-۰ ماته ورکړه.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
هرات کې د حجاب پر سر له جنجال وروسته څه پېښ شوي؟
په هرات کې امنیتي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ښار کې یې د تېرې اوونۍ له لاریون وړاندې لږ تر لږه ۱۹ مېرمنې نیولې وې چې وروسته یې پرېښودې.
"په کور او دفتر کې" د طالبانو پر حکومتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز
بي بي سي په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو مکتوبونو ته لاسرسی موندلی چې پکې ویل شوي د پوځي کارکوونکو په ګډون د ټولو حکومتي کارکوونکو لخوا " په کور او ادارو کې" د ځیرکونو موبایلونو پر کارونې بندیز اعلان شوی دی. په دې مکتوبونو کې ویل شوي که چا له دې امره سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره کېږي. دغه بندیز نن د جون ۱۶مه چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم میاشتې لومړۍ نېټه چې د طالبانو د حکومت د نوي کال پیل هم دی، رسما عملي کېږي.
د مور ورځ څنګه رامنځته شوه؟
په نړۍ کې د مور ورځ پر بېلابېلو نېټو او ورځو نمانځل کېږي، کم داسې هېوادونه به وي چې دا ورځ به نه یادوي. په شمالي او جنوبي افریقا کې ډېری وخت د مې میاشتې دویمه یکشنبه د مور ورځې په نوم نمانځل کېږي خو په ځینو نورو ایالاتونو لکه مکسیکو، ګواتیمالا او االسوادور کې بیا له دې څو ورځې مخکې نمانځل کېږي. افغانستان کې دا ورځ د غبرګولي په ۲۴مه نمانځل کېږي. په نورو هېوادونو کې ورته بېلابېلې ورځې ځانګړې شوې دي.
د منځنیو پېړیو تر ټولو ستر مسلمان سیاح 'ګرځندوی' ابن بطوطه کیسه
د جون ۱۳مه ۱۳۲۵ کال کې، یو ځوان مراکشي عالم چې ابو عبدالله محمد بن بطوطه بلل کېده او په 'ابن بطوطه' مشهور دی، د اکتشاف په تاریخ کې د تر ټولو غیرعادي سفرونو له ډلې یو پیل کړ.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۷ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۷ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۷ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.














































